CRI Online

دوه سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-07-04 16:07:23
په لغمان او ننګرهار کې د ولايتي لوبډلو ټاکلو ازموينه واخیستل شوه

په لغمان ولایت کې ازموينه چې د سپين غر زون روزونکي ريیس احمدزي له لوري واخیستل شوه ۱۵۰ کسانو په کې ګډون درلود .

د سپين غر زون مشر بختیار ساحل په خبره ، چې دغه پروسه په پوره شفافیت سره ترسره شوه او په لومړي پړاو کې يې ۲۸ غوره لوبغاړي انتخاب کړي دي ، چې دوهم پړاو ازموينه به هم ورکوي .

دغه راز نن د ننګرهار ولايت لپاره په ختيځ کرکټ اکاډمۍ کې ازموينه ترسره شوه .

په دې ازموينه کې بیا ۲۵۰ پورې لوبغاړو برخه درولوده چې دغه ازموينه هم د ريیس احمدزي له لوري ترسره شوه .

د يادونې ده چې تر دې دمه لا دا پايلې اخري نه دي او تر يوې بلې ازموينې وروسته به د دواړو ولاياتو لوبډلې و ټاکل شي .

افغان توکمه لوبغاړي جرمن لوبډله تر اروپا جام ورسوله

د افغان توکمه لوبغاړي په هڅو د جرمني د ځوانانو فوټبال ملي لوبډله د اورپايي ملتونو تر جام ورسېدله.

ندیم امیري په بوندسلیګا سیالیو کې د جرمني ځوانانو ملي لوبډله کې په لوبېدلو سره اوس په اروپا کې د فوټبال مینوالو د ژبو په سر دی.

ښاغلی امیري د افغان پلار او مور زوی دی، د ۱۹۹۶ کال د اکتوبر پر ۲۷ د جرمني په لودویکسهافن ښار کې زېږېدلی دی.

دا نومیالی لوبغاړی دمګړۍ ۲۰ کلن دی، خو د جرمنی او اروپا د فوټبال یوه پیاوړې سټه بلل کېږي.

ندیم امیري په کوچنیتوب کې فوټبال لوبه پیل کړې. اوس د هوفنهایم لوبډلې په ګټه د دغه هېواد په غوره سیالیو یا بوندسلیګا کې لوبېږي.

د نوموړي په مټ اوس هوفنهایم د تېر وسیالیو په څلورو غوره لوبډلو کې ځای لري

ندیم امیري د لوبو درېوو پخوانیو موسمونو (۲۰۱۵، ۲۰۱۴) کې د بوندسلیګا سیالیو کې په دویم هوفنهایم کې و، خو د بریا له امله اول هوفنهایم ته وبلل شو.

نوموړی ۱۷ کلن و چې د هوفنهایم لپاره یې د نړۍ غوره اتلولیو کې لوبه وکړه او د بوندسلیګا سیالیو د اول موسم په اوو سیالیو کې ولوبېد.

نوموړي تېر کال هم د بوندسلیګا اتلولیو په ۲۵ سیالیو کې د ۴ ګولونو په کولو سره د خلکو پام ځان ته واړاوه.

هغه د جرمني د ۲۰۱۷ / ۲۰۱۶ فوټبالي موسم کې چې څو میاشتې مخکې پای ته ورسېد، پاموړ پرمختګ وکړ او بیا یې بوندسلیګا سیالیو ته لار وموندله.

نوموړي په دغو سیالیو کې هوفنهایم لوبډلې ته په ۳۳ سیالیو کې ولوبېد او په دې سره د جرمني فوټبال سیالیو کې پرمختللی لوبغاړی وپېژندل شو.

د نوموړي په مټ اوس هوفنهایم د تېر وسیالیو په څلورو غوره لوبډلو کې ځای لري.

دا لوبډله اوس د اروپا کلبونو اتلولیو راتلونکي موسم ته د لار موندنې سیالیو کې ګډون کولی شي او که هلته بریالۍ شوه نو امیري به لومړنی افغان توکمه لوبغړی وي چې د اروپا اتلولیو کې به لومړی ځل ګډون کوي.

اوس ندیم امیري درېوو اروپايي لوبډلو هم غوښتی دی

اوس ندیم امیری یواځې د جرمني فوټبال ستوری نه دی. ان تېر کال چې هوفنهایم کې وځلېد، نو د اروپا دریو نامي لوبډلو د ده د خپلولو هڅه وکړه.

د برتانیا تاتنهام او لېورپول او د اسپانیا اتلتیکو مادریډ لوبډلو یې د پېرلو لپاره هوفنهایم ته وړاندیز وکړ، خو امیري په بوندسلیګا او هوفنهایم کې لوبې غوره وبللې.

په ټرانسفر مارکېټ رسمي وېبپاڼه کې د امیري د خپلولو ارزښت لس میلیونو یورو اټکل شوی، خو هغه څو میاشتې مخکې د ۲۰۲۰ کال تر پایه له هوفنهایم سره تړون نوی کړی او ویې ویل چې له دې لوبډلې د تللو نیت نه لري.

جرمن ملي لوبډله کې ګډون

ندیم امیري له ۱۵ کلنۍ د جرمنی فوټبال ملي لوبډلې د کوچنیانو او ځلموټو لوبډلو کې لوبېږي.

د بوندسلیګا تېرو دریو موسمونو کې دومره وځلېد، چې د جرمني ځوانانو ملي لوبډلې روزنکي د اروپايي ملتونو جام کې د لوبېدلو بلنه ور کړه.

دغه افغان توکمه لوبغاړي له اروپايي هېوادونو سره تر اوسه د جرمني ۱۸ کلنو کم عمره ملي لوبډلې ۸ سیالیو، د ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې ۱۲ سیالیو، د ۲۰ کلونو کم عمره لوبډلې ۷ سیالیو او د ۲۱ کلونو کم عمره لوبډلې ۱۰ سیالیو کې ګډون کړی دی.

د دې سیالیو په ۳۷ بریالیو لوبو کې یې ۷ ګولونه کړي دي.

ندیم امیري ویلي، د افغان فوټبال لوبډلې جامو اغوستلو ته لېوال نه دی

د افغان فوټبال ملي لوبډلې هڅه

افغان فوټبال ملي لوبډلې او فدراسیون تېر درې کلونه هڅه وکړه چې ندیم امیري خپل کړي، خو څه ګټه یې ونه کړه.

ندیم امیري تر دا مهاله له افغان رسنیو سره خبرې نه دي کړې، خو څو میاشتې مخکې یې یو خبریال ته ویلي و، چې جرمني ملي لوبډله کې لوبېدل غواړي او له افغان ملي لوبډلې سره لېوالتیا نه لري.

خو د امیري د تره زوی زبیر امیري دا مهال د افغان فوټبال ملي لوبډلې غړی دی.

مګر افغان فوټبال ملي لوبډله به تر هغه د ندیم امیري د خپلولو هیله لري، چې نوموړي د جرمني د دودیزې ملي لوبډلې جامې په تن کړې نه وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای