CRI Online

چين هيله لري چې د خليج سيمې هېوادونه د ډيالوګ له لارې خپلمنځي توپيرونه ليرې کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-04 16:49:51
چين هيله لري چې د خليج سيمې هېوادونه د ډيالوګ له لارې توپيرونه ليرې کړي.

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جولاۍ په ۴مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې چين د خليج سيمې د سولې او ثبات د ساتلو په هکله له هر کار څخه ملاتړ کوي او هيله لري چې اړوندې خواوې به د خبرو اترو او ډيالوګ له لارې خپلمنځی توپيرونه ليرې کړي.

د معلوماتو له مخې، د قطر امير د کويټ امير ته يو ليک لېږلی او د سعودي عربستان په شمول د ځينو هېوادونو غوښتنو ته يې رسمي ځوابونه ورکړي دي. مخکې تردې د روسيې او امريکا ولسمشرانو په جلا جلا توګه د قطر، سعودي عربستان او د عربي متحده اماراتو له مشرانو سره ټلفوني خبرې کړي او پر دې يې ټينګار کړی چې بحران دې له ډيپلوماتيکې لارې چارې حل شي. ښاغلي ګنګ شوانګ وويل، چې چين هيله لري چې اړوندې خواوې د خليج سيمې په چوکاټ کې د ډيالوګ له لارې توپيرونه ليرې کړي. موږ د کويټ د کوښښ په شمول د دغې سيمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره له هر کار څخه ملاتړ کوو. باور لرو چې عربي هېوادونه به د دغې مسئلې د حلولو لپاره مناسبه لاره پيدا کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای