CRI Online

چين په جولای مياشت کې د امنيت شورا د نوبتي رئيسه دنده پر غاړه اخلي.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-04 16:57:01

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جولاۍ په ۴مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې په جولای مياشت کې د امنيت شورا د نوبتي رئيسه هېواد دندې له پر غاړه اخيستلو وروسته به چين په جدي توګه خپل مسؤليت تر سره کړي او د څو غونډو او مباحثوي خبرو له لارې به د افريقا او منځني ختيځ مسئلې د حلولو لپاره هڅې وکړي.

نوموړي وويل، چې په م م کې د چين دايمي استازي ليو جي يي څو ورځې مخکې د امنيت شورا د سلامشورو مشري وکړه او د جولای مياشتې لپاره کاري پلان يې تصويب کړ. نوموړي زياته کړه چې په جولای مياشت کې به امنيت شورا څه نا څه دېرش غونډې جوړې کړي او د سوريې، يمن، عراق، لبنان او د جنوبي سوډان په شمول د منځني ختيځ او افريقا د مسئلو په اړه څيړنه وکړي. دغه راز، امنيت شورا به په دې مياشت کې دوه مباحثوي غونډې جوړې کړي چې د افريقا د سولې او امنيت د ساتلو د توان د لوړتيا او د فلسطين او اسرائيلو مسئله به پکې تر بحث لاندې ونيول شي. چين به د امنيت شورا له نورو غړيو سره نژدې تماس ونيسي او د امنيت شورا د رئيسه هېواد په توګه به خپله دنده ښه تر سره کړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای