د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جولای په ۴مه نېټه د شمالي کوريا د ويشتونکي توغندي د توغولو په اړه وويل چې چين اړوندو راپورونو او د حالاتو پرمختګ ته پاملرنه کوي.چين د شمالي کوريا له دغه عمل سره مخالفت کوي او دا د م م د امنيت شورا له پرېکړه ليک څخه سرغړونه بولي.
د شمالي کوريا د مرکزي تليويزيون د خبر له مخې،شمالي کوريا د روانې مياشتې په ۴مه نېټه په بريالۍ توګه دمريخ-۱۴نمبر ويشتونکی توغندی وازمويه.وياند ګنګ وويل چې اوس د کوريا د ټاپووزمې حالات پيچلي دي.چين هيله لري چې اړوندې خواوې خپل زغم وساتي او ژر تر ژره د کوريا د ټاپو وزمې ترينګلي حالات ارام کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |