د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د دېرشو هېوادونو او سيمو د علمي مرسته کوونکيو سازمانونو استازو د جولای په څلورمه نېټه د يو کمربند او يوې لارې د ايندې د ګډې جوړونې اعلاميه خپره کړه او د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو څرګنده انکشافي نقشه يې وټاکله.
د چين د طبيعي علومو صندوق د جولای له دوهمې نېټې څخه تر څلورمې نېټې پورې د يو کمربند او يوې لارې د ايندې د ګډې جوړونې نړيوال سمينار جوړ کړ او پکې برخوالو د همکاريزو پروژو د ګډ ملاتړ، د عملي متخصصو کسانو د روزنې او د کارپوهانو تر منځ د همکارۍ او تبادلې په باب د نظريو تبادلې وکړې. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |