د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جولای په څلورمه نېټه له المان څخه د رسمي ليدنې پر مهال د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دې هېواد د خبري رسنيو له لارې د يوې نورې ښکلې نړۍ تر عنوان لاندې يوه مقاله خپره کړه .
هغه وويل:خوشحاله يم چې په دوبی فصل کې بيا له المان څخه ليدنه کوم او په هامبورګ کې به د شلو سترو صنعتي هېوادونو د ډلې په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړم.
روان کال د چين او المان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له پنځه څلوېښتمې کاليزې سره برابر دی او په تېرو پنځه چلوېښتو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په سالمه توګه روانې وې او خپلمنځي همکاري په پر له پسې ډول پياوړې شوې ده.په ٢٠١٤ کال کې مې له المان څخه زما د لومړۍ ليدنې په موده کې دواړو خواوو موافقه وکړه چې دوه اړخيزې اړيکې د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو پر اړيکو بدلې کړي چې له امله يې د چين او المان ترمنځ د اړيکو نوی پړاو پيل شو.
د دې سفر زما يوه مهمه دنده دا ده چې د نوي حالت پر وړاندې به له ولسمشرفرانک والتير ستېنمير او صدراعظمې انګلا ميرکل سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغو اړيکو د نور ټينګښت په باب د نظريو تبادله وکړم .زه هيله لرم چې د دې اړيکو د نور پرمختګ او د يادې غونډې د برياليتوب لپاره له المان سره ګډې هڅې وکړم.غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |