د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې په څلورمه نېټه په مسکو کې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د کوريا ټاپووزمي مسئلې په هکله يوه ګډه اعلاميه خپره کړه.
په دې اعلاميې کې راغلي چې شمالي کوريا بالستيک توغندی توغولی چې دغه کړنه د م م د امنيت شورا له اړوندو پرېکړه ليکونو څخه سرغړونه ده او د منلو وړ نه ده.دواړو هېوادونو له شمالي کوريا څخه قوي او جدي غوښتنه وکړه چې په جدي توګه د م م د امنيت شورا د اړوندو پرېکړه ليکونو مراعات او احترام وکړي.
چين او روسيې هم وړانديز وکړ چې شمالي کوريا بايد په خپله سياسي پرېکړه وکړي او په لنډمهالي توګه ذروي ازموينې او د بالستيک توغندي ازموينه بنده کړي ،دغه راز امريکا او جنوبي کوريا بايد لوی پوځي تمرينونه هم بند کړي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |