CRI Online

د چين د اټومي انرژۍ کارونه په لويه پيمانه د پرمختګ بهير ته رسېدلې

cri     (GMT+08:00) 2017-07-05 09:12:23

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اټومي پروژو پنځه ويشتمه نړيواله غونډه په دې وروستيو کې په شانګهای کې پرانيستل شوه چې موضوع يې اټومي انرژی ـ پاکه، شنه او د اعتماد وړ انرژي ده.

له دې غونډې څخه خبر تر لاسه کړ چې د چين د اټومي انرژۍ کارونه په لويه پيمانه د پرمختګ بهير ته رسېدلي. تر دوه زره شلم کال پورې، د چين د اټومي برېښنا برابرونکې اندازه به اته اتيا مليونه کيلوواټو ته ورسېږي. برسيره پر دې، په چين کې د اټومي تخنيکونو نوښتی سويه د نړۍ له عصري سويې سره سمون لري، چين به ګام په ګام د نړۍ د اټومي برېښنا د مرکز په توګه بدل شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای