CRI Online

د پاکستان صدراعظم د چين د انرژۍ دولتی بيورو له مشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-07-05 09:48:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان صدراعظم نواز شريف د جولای په څلورمه نېټه په اسلام اباد کې د چين د انرژۍ دولتی بيورو له مشر نور باقري سره وکتل.

ښاغلي شريف وويل، د پاکستان حکومت له دې امله د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او صدراعظم لي که چيانګ څخه مننه کوي چې دوي د چين او پاکستان تر منځ په اقتصادي دهليز کې د انرژۍ پروژو ملاتړ کړی دی. پاکستان غواړي له چين سره يو ځای د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز د جوړونې کار د پرمخبيولو لپاره کوښښ وکړي. د سهيوال برېښناکوټ د دوه ويشت مياشتني کار وروسته بشپړ او په کار ولوېد او دا په پاکستان ډېر چټک سرعت دی. زه پر دې باور لرم چې په پاکستان کې به د برېښنا کمبود له منځه يووړل شي.

نور باقري وويل، د چين د انرژۍ بيورو به په پوره ډول د چين او پاکستان د مشرانو لخوا لاسليک شوي موافقه ليکونه پلې کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د انرژۍ همکارۍ به ژورې کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای