CRI Online

د افغانستان په ګډون پنځه هېوادونه به د لاجورد دهليز تړون لاسليک کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-07-05 09:53:43

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د افغانستان د ماليې وزير اکليل احمد حکيمي په دې وروستيو کې له ګروجستان څخه د ليدنې په وخت کې د ګروجستان، ترکمنستان، اذربايجان او ترکيې له حکومتي چارواکو سره ملاقاتونه وکړل او موافقه يې وکړه چې د لاجورد دهليز له لارې اروپا ته د توکيو صادراتو لپاره يو تړون لاسليک کړي، اوس د دې تړون د لاسليکولو مقدماتي کار چمتو شوی دی.

د يادو پنځو هېوادونو تر منځ د پټليو او سړکونو سيستم د لاجورد دهليز جوړېدو په مانا ده. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای