د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په څلورمه نېټه په مسکو کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوټين سره ملاقات وکړ، دوي موافقه وکړه چې د چين او روسيې تر منځ د هر اړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ او ملګرتيا د اړيکو د ژورتيا، د متقابل اعتماد د پياوړتيا، يو له بل سره د ملاتړ، ګډې سمسورتيا، خپلمنځي دوستۍ د ژورتيا او خلکو ته د ګټې رسولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
له دې ملاقات وروسته، دواړو مشرانو د چين د ولسي جمهوريت او د روسيې فيدراسيون تر منځ د هر اړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ او ملګرتيا د اړيکو د ژورتيا ګډه اعلاميه، د نړۍ د اوسنيو حالاتو او د سترو نړيوالو مسئلو په اړه ګډه اعلاميه، د ګاونډيو هېوادونو په توګه دواړو خواوو تر منځ د دوستۍ او همکارۍ اعلاميې د پلي کېدو پلان، د کوريا ټاپووزمې د مسئلې په اړه د چين او روسيې د بهرنيو چارو د وزارتونو ګډه اعلاميه خپره کړه. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |