CRI Online

د چين او روسيې مشرانو سږ کال د درېيم ځل لپاره ملاقات وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-07-05 14:41:14

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پيڼګ د جولای په څلورمه نېټه د مسکو په کليمرين ماڼۍ کې له ولادمير پوټين سره د روان کال درېيم ملاقات وکړ. دواړو مشرانو موافقه کړې چې د خپلمنځي هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د ژورتيا لپاره په ګډه کوښښونه ترسره کړي.

((محترم ولسمشر پوټين او زما ګران ملګری، د روسيې د بېلا بېلو ټولنو ملګرو، ډېر خوشحال يم چې روسيې ته بيا راغلی يم. ))

د جولای د څلورمې نيټې په غرمه، د شي جين پينګ او پوټين ترمنځ د روان کال درېيم ځل د ملاقات په هکله يو لړ فعاليتونه پيل شول.

رئيس شي جي پينګ وويل اوس د چين او روسيې ترمنځ اړيکې په تاريخ کې تر ټولو ښه دوره کې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ به بې حده شي. موږ به د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ لوری ښه ونيسو، متقابل اعتماد به ژور کړو، يو له بل به ملاتړ زيات کړو او خپلمنځي ستراتيژيکې همکارۍ او انساني تګ راتګ به لا پياوړی کړو.

ښاغلي پوټين وويل، د لوړې سويې متقابل باور او بشپړ همکاريز ميکانيزم لرل د روسيې او چين ترمنځ د اړيکو ستر غوره والی دی. روسيې ته د رئيس شي جين پينګ دغه سفر ستر اهميت لري، دواړو خواوو د نظريو پراخې تبادلې کړې دي. ده وويل

((اقتصادي همکارۍ زموږ د ګډې علاقې وړ موضوع ده. له دې نه پرته مو په دې اړه هم خبرې اترې وکړې چې څنګه د لويو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په هکله نږدې تبادلې او همغږی وکړو، څنګه په ګډه له ننګونو او ګواښونو سره مقابله وکړو. ډېر خوشحال يم چې په بېلا بېلو ساحو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کوم. ))

تر خبرو اترو وروسته دواړو مشرانو د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د پياوړتيا ګډه اعلاميه لاسليک کړه. دوی پر دې ټينګار وکړ چې د دغو ستراتيژيو اړيکو په کلکولو سره به د دواړو هېوادونو وګړيو او حتی د بېلا بېلو هېوادونو وګړيو ته لا زياتې ګټې ورسوي. دواړو مشرانو د نړيوالو اوضاعو او مهمو نړيوالو مسئلو په هکله ګډ دريځ څرګند کړ چې د ګردې نړې د ادارې سيسټم د بشپړتيا، د نړيوالې ستراتيژۍ د برابرۍ او ثبات د ساتنې او د ترهګرۍ په شمول له ځينو نړيوالو ګواښونو او ننګونو سره د مقابلې لپاره به په ګډه کوښښونه وکړي.

سږ کال د چين او روسيې ترمنځ د دوستي، سولې او پرمختګ د کميټې د جوړېدو له شلمې کاليزې، د چين او روسيې د دوستانه ټولنې د جوړېدو له شپېتمې کاليزې او د خبري رسنيو د تبادلې له وروستي کال سره برابر دی، نو په دې اړه به يو لړ فعاليتونه ترسره شي. شي جين پينګ او پوټين په همدې ورځ د يادې دوستانه ټولنې له غړيو، دواړو هېوادونو د خبري رسنيو او تصديو له استازو سره وکتل. رئيس شي هيله وښودله چې دوی به په دوامداره توګه د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو ټينګښت د هڅوونکو په توګه رول ولوبوي. هغه وويل

(( د چين او روسيې ترمنځ د نسل په نسل دوستي او همکارۍ نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو انتخاب دی، بلکې د يوې سوله ييزې، سمسورې، خلاصې او احاطه کوونکې نړۍ د جوړولو له غوښتنې سره سمون لري. پروا نه شته چې بهرني چاپېريال څنګه بدلېږي، د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو د ټينګښت په اړه زموږ اراده او باور نه بدلېدونکی دی. ))

ښاغلي پوټين وويل، د عامه وګړيو ترمنځ تګ راتګ د روسيې او چين ترمنځ د اړيکو د ټينګښت او د همکارۍ د پياوړتيا لپاره مهم رول لوبولی دی. د روسيې او چين ترمنځ د همکاريز تړون ښه تطبيق د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو ټولنو ملاتړ ته اړتيا لري. ده وويل

((له رئيس شي جين پينګ سره مې د دوه اړخيزو اړيکو د اوسنيو حالاتو په اړه بحثونه کړي او د راتلونکي پرمختګ پلانونه مو ټاکلي دي. د يادولو وړ ده چې د دغو پلانونو عملي کول نه يوازې په حکومتونو پورې اړه لري، بلکې د دواړو هېوادونو د ټولنې پراخ ګډون او د خبري رسنيو ملاتړ ته هم اړتيا لري. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای