د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د دفاع وزير سرپرست طارق شاه بهرامي د جولای په څلورمه نېټه په کابل کې وويل، د افغانستان پر وړاندې امنيتي تهديد په پوځي لاره نه شي حلولی، يوازې سياسي خبرې اترې د هېواد د دايمي سولې او ثبات لاره ده. د افغانستان اينده دې هرومرو د افغانانو لخوا جوړه شي. هغه له نړيوالې ټولنې څخه هم وغوښتل چې هغه بهرنيو قوتونو ته پام وکړي چې په پټه توګه د حکومت ضد وسله والو ملاتړ کوي او د افغانستان په سوله ييز بهيز کې لاسوهنې کوي.
هغه وويل، د طالبانو په ګډون حکومت ضد وسله وال د افغانستان د امنيتي ځواکونو د پر له پسې پوځي عملياتو په رڼا کې سخت زيانمن شوي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې دوه زره او اوولسم کال د امنيتي حالاتو د ساتنې کليدي کال دی. په خبرو اترو کې د حکومت ضد وسله والو بيا ګډون د پوځي عملياتو موخه ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |