CRI Online

شي جين پينګ د جرمني هامبورګ ته ورسېد او د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې به ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-07-07 15:13:40

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، له المان څخه تر رسمي ليدنې وروسته، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په شپږمه نيټه له برلين څخه هامبورګ ښار ته ورسېد او د چينی پلاوي په مشرۍ به د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي.

هامبورګ د جرمنی دوهم لوی ښار دی او د دې هېواد مهم بندر او د بهرنې سوداګرۍ مرکز هم دی. د هامبورګ له ښاروال سره د کتنې په وخت کې شي جين پينګ د دې سرمشريزې غونډې لپاره د هامبورګ د تياريانو ستاينه وکړه. ده وويل

(( دا ډېره مناسبه ده چې د شلو هېوادونو ډلې سږنۍ سرمشريزه غونډه د جرمني په هامبورګ کې ترسره کېږي. هامبورګ د نړۍ کرکۍ او دروازه ده. د سږنۍ سرمشريزې غونډې عنوان تبادلوي نړۍ جوړول دي، هامبورګ د دې سرمشريزې غونډې لپاره ډېرې تياريانې نيولې دي.))

هامبورګ له هغو اورپايي ښارونو څخه يو دی چې لومړی يې له چين سره همکارۍ پيل کړې او اوس په دې ښار کې زياتې چينی تصدۍ راغونډې شوې. شي جين پينګ وويل، هامبورګ د اسيا او اروپا ترمنځ د تګ راتګ د پرمخبيولو او د يو کمربند او يوې لارې په جوړونه کې د ګډون لپاره ځانګړی جغرافيايی وړتيا لري چې نه يوازې د چين او اروپا ترمنځ د ورېښمو د سمندري لارې د تړلو لپاره مهم بندر دی، بلکې د چين او اروپا ترمنځ د توکيو د ليږد راليږد يو مهم سټېشن هم ګرځېدلی دی. چين د هامبورګ هر کلی کوي چې د يو کمربند او يوې لارې په جوړونه کې برخه واخلي.

تېر کال د شلو هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه د چين په هانګجو ښار کې ترسره شوه. سږ کال چين د هامبورګ له سرمشريزې غونډې څخه فعال ملاتړ کوي. رئيس شي جين پينګ وويل

((موږ له جرمني څخه ملاتړ کوو چې د هامبورګ سرمشريزه غونډه ښه ترسره کړي. موږ هيله لرو چې سږنۍ سرمشريزه غونډه به د تېر کال د هانګجو د سرمشريزې غونډې پر بنسټ ستر برياليتوبونه ترسره کړي او بهر ته د خلاص او همکارۍ فعاله نښه به وړاندې کړي. تر سږنۍ سرمشريزې غونډې وروسته به په نړيوالو همکاريو کې د هامبورګ ګډون د هڅولو لپاره نوی حياتی ځواک برابر کړي. ))

رئيس شي جين پينګ په همدې ورځ د سينګاپور له لومړي وزير لي سېلونګ سره وکتل چې د جرمني د لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل په بلنه د هامبورګ په سرمشريزه غونډه کې ګډون کوي. سينګاپور د شلو هېوادونو ډلې غړی نه دی، خو له ۲۰۱۰ کال راهيسې څو ځلې په سرمشريزه غونډه کې د ګډون بلنه تر لاسه کړې ده. تېر کال لي سېلونګ د چين د هانګجو په سرمشريزه غونډه کې هم ګډون وکړ. شي جين پينګ وويل، چين له سينګاپور سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري.

(( اوس نړيوال شکل د ستر بدلون په حال کی او په نړيوالو اوضاعو کې ناثابت عوامل په مداومه توګه رامنځته کېږي، نو د نړيوالې ټولنې همکارۍ لومړيتوب لري. موږ غواړو د چين او سينګاپور ترمنځ همکارۍ لا پياوړې کړو چې نه يوازې به د دواړو هېوادونو وګړيو لپاره ګټور وي، بلکې د نړۍ د سولې، سمسمورتيا او ثبات لپاره به هم ګټور وي. ))

ښاغلي لي سېلونګ په تېر کال کې د سينګاپور او چين ترمنځ په اړيکو کې تر لاسه شوی برياليتوبونه وستايل. ده وويل

((تېر کال مو د دوه اړخيزو اړيکو له لحاظه ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي، زياتې همکاريزې پروژې پرمخبيول شوې او نوې نظريې په دوامداره توګه عملي شوې. زموږ نننۍ کتنه به د دواړو خواوو ترمنځ د راتلونکې همکارۍ لپاره نوی لوری وښيي. ))

پر ځايي وخت د جولای د اوومې نيټې په سهار به د هامبورګ سرمشريزه غونډه پيل شي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای