CRI Online

داعش د افغانستان په شمال کې څو ښووځيو ته اور اچولی

cri     (GMT+08:00) 2017-07-07 21:30:10

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،افغان خبري رسنيو د جولای په ۶مه نېټه خبر ورکړ چې داعش په وروستيو ورځو کې په جوزجان ولايت کې څو ښوونځيو ته اور اچولی چې له امله يې لږ تر لږه ۱۲ ښوونځي ويجاړ شوي دي.

باختر اژانس د افغان د دې ولايت د ښوونې ادارې د يو چارواکي په قول وايي چې يادې پېښې پر ځينو ښوونځيو سخته اغېزه کړې .خلکو د دې پېښې سخته غندنه کړې او له اړوندو څانګو څخه يې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د وسله والو کسانو د له منځه وړلو لپاره عمليات تر سره کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای