CRI Online

شي جين پينګ د جاپان له صدراعظم شينزو ابي سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-08 18:07:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۸مه نېټه د المان په هامبورګ کې د جاپان له صدراعظمې شينزو ابي سره وکتل.

نوموړي وويل، چې اقتصادي او سوداګريزې همکاري د چين او جاپان ترمنځ د اړيکو د پرمختګ بنسټ دی. دواړه هېوادونه بايد د موثرو همکاريو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي. چين غواړي د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې له جاپان سره همکاري وکړي. دواړه هېوادونه بايد د کولتور، ښوونې، خبري رسنيو، ځايي حکومتونو او ځوانانو په ساحو کې لا پراخې همکاري وکړي، تر څو د دواړو هېوادونو د ټولنو او خلکو ترمنځ اړيکې نژدې شي.

صدراعظم شينزو ابي وويل، چې سږ کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د عادی کېدو له ۴۵مې کاليزې سره برابر دی. راتلونکی کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او دوستۍ تړون د لاسليکېدو له ۴۰مې کاليزې سره به برابر وي. جاپان غواړي له چين سره د دوستانه اړيکو د ټينګېدو لپاره په ګډ کوښښونه وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای