CRI Online

شي جين پينګ د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-09 15:09:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۸مه نېټه د المان په هامبورګ کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل او دواړو مشرانو د دوه اړخيزو اړيکو او د ګډو علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه يې د نظريو تبادله وکړه.

دواړو مشرانو موافقه وکړه چې عالي رتبه تګ راتګ نژدې کړي او متقابل ستراتيژيک باور پياوړی کړي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيز اقتصادي ډيالوګ لومړی پړاو به د جولای په نولسمه نېټه تر سره شي او په نژدې راتلونکي کې به د قانون د اجرا کولو او د انټرنيټي امنيت د خبرو اترو لومړی پړاو او د ټولنې او کولتور په اړه خبرې اترې تر سره شي.

رئيس شي جين پينګ وويل، چې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي همکارۍ سلو ورځني پلان ښې پايلې تر لاسه کړې دي او د يو کال لپاره د دوه اړخيزو همکاريو پلان په اړه خبرې اترې روانې دي. دواړه هېوادونه بايد د دوه اړخيزو اقتصادي اړيکو د سالم پرمختګ لپاره هڅې وکړي او بايد د قانون د اجرا کولو، انټرنيټي امنيت، کولتور او ځايي حکومتونو په ساحو کې د تګ راتګ د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي. دغه راز، د دواړو پوځونو ترمنځ اړيکې دې ټينګې شي. د دواړو هېوادونو د ملي دفاع وزيرانو ترمنځ تګ راتګ دې ژر تر سره شي او په ګډه دې له چين څخه د امريکا د درستيزانو شورا مشر د ليدنې، د دواړو پوځونو د درستيزانو رياستونو ترمنځ د لومړی ډيالوګ او په ۲۰۱۸م کال کې د ارام سمندر په چاپيره په پوځي مناوره کې د چين د سمندري پوځ د ګډون لپاره تيارياني ونيسي.

ولسمشر ټرمپ وويل، چې اوسمهال د امريکا او چين ترمنځ اړيکې د ښه پرمختګ په حال کې دي. چين د امريکا يو مهم سوداګريز ملګری دی او په نړيوالو چارو کې لويه اغيزه لري. امريکا غواړي له چين سره په هره ساحه کې همکاري وکړي او د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو د حلولو لپاره له چين سره همغږي وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای