د جولای په ۹مه نېټه د چين له شي آن ښار څخه تر لان جو ښار پوري لومړی چټک اورګاډی له شي آن ښار څخه حرکت وکړ چې په دې سره د باو لان چټکه اوسپنيزه لاره په رسمي توګه ګټې اخيستنې ته چمتو شوې ده. د چين په شمال لويديځ کې د ګان سو، چينګ های ولايتونه او د شينجيانګ د اويغور خودمختاره سيمه د چټکو اوسپنيزو لارو په لويه کورنۍ او شبکه کې شامل شوي.
د باو لان چټکې اوسپنيزې لارې عمومي اوږدوالی ۴۰۱کيلومترو او د اورګاډي سرعت په هر ساعت کې ۲۵۰ کيلومترو ته رسيږي.له دې نه وروسته له لان جو ښار څخه تر شي آن ښار پورې د سفر وخت د پخوا شپږو ساعتونو څخه دريو ساعتونو ته کم او لنډ شوی دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |