CRI Online

د باو لن چټک اورګاډی په کار پيل وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-07-10 16:03:46

د جولای په ۹مه نېټه د چين د شان شي ولايت د باو جي ښار او د ګان سو ولايت د لن جو ښار ترمنځ چټک اورګاډی په کار پيل وکړ، له دې څخه ښکاري چې د چين شمال لوېديځ سيمه د چين د چټکو اوسپيزو لارو په شبکه کې شامله شوې او د چين د ختيځ، منځنۍ او لوېديځ د ګړندي اوسپنيزو لارو ترمنځ تګ راتګ عملی شوی. د باو لن چټک اورګاډی چې اوږدوالی يې څلور سوه يو کيلومتره دی، په ختيځ او لوېديځ کې له نورو چټکو اوسپنيزو لارو سره تړي.

د همدې ورځې سهار په اوو بجو، مېرمن يوو د لن جو ښار د اورګاډي سټېشن ته ورسېدله او د G2028نمبر چټک اورګاډي ته انتظار کولو. هغه په لن جو ښار کې کار کوي او ټاټوبی يې ګان سو ولايت نينګ شي ښار دی. دې خبريال ته وويل، د دې چټک اورګاډي په اثر خپل ټاټوبي ته تلل او تګ راتګ د پخوا په نسبت ډېر اسان او ګړندي شوی. هغې وويل

((د دې اورګاډي سرعت ډېر ګړندی دی، له لن جو ښار څخه تر ډينګ شي پورې يوازې نيم ساعت مزل دی. مخکې له لن جو څخه دينګ شي ته د تللو مزل يو ساعت څه دباندې لس دقيقې و، له دينګ شي څخه بيرته لن جو ته د راتللو مزل يو ساعت څلوېښت دقيقو ته اړتيا درلوده. ))

د باو لن د چټکې اوسپيزې لارې جوړونه د ۲۰۱۲ کال په پای کې پيل شوه، اوږدوالی يې څلور سوه يو کيلومتره دی او ساعتنی سرعت يې دوه سوه پنځوس کيلومتره دی. د لن جو ښار د اوسپنيزو لارو ادارې يو مسئول فو چينګ جونګ خبريال ته وويل، د دې اوسپنيزو لارو په اثر به د چين شمال لوېديځه سيمه د چين د اوسپيزو لارو په شبکه کې شامله شي. ده وويل

(( د باو لن چټکه اوسپنيزه لاره د جيانګ سو ولايت د شو جو ښار او د ګان سو ولايت د لن جو ښار ترمنځ د اوسپنيزو لارو وروستۍ موده ده، دغه راز به د شمال لوېديځې سيمې اوسپنيزې لارې د بېجينګ، شانګهای او ګوانګ جو په شمول لويو ښارونو ته وغځېږي او د ټول هېواد د ګړنديو اوسپنيزو لارو په شبکه کې شاملې دي. د شمال لوېديځې سيمې او ختيځې سيمې ترمنځ مزل کم شوی چې مسافرينو ته ډېرې اسانتياوې برابر شوې دي. ))

د مالوماتو له مخې، اوس هره ورځ دوه څلوېښت جوړه ګړندی اورګاډي د لن جو ښار د اورګاډۍ له لوېديځ سټېشن څخه خوځېږي. له لن جو ښار څخه د بېجينګ، شانګهای، ګوانګ جو او وو هان په شمول ښارونو ته تلونکي چټک اورګاډي هم شته. د لن جو د اوسپنيزو لارو ادارې د مطبوعاتي کميټې مرستيال ما تاو وويل له لن جو څخه يادو لويو ښارونو ته د تللو مزل د پخوا په نسبت ډېر کم شوی. ده وويل

((له لن جو څخه بېجينګ ته د تللو مزل له ۱۶ ساعتونو څخه ۹ ساعتونو ته کمېږي، شانګهای ته مزل له ۲۵ ساعتو څخه لسو ساعتونو ته کمېږي او ګوانګ جو ته مزل له ۴۰ ساعتونو څخه ۱۲ ساعتونو ته کمېږي. ))

د باو لن ګړندی اورګاډي په کارولو سره به د ختيځو پرمختللو سيمو کسان او مالومات شمال لوېديځې سيمې ته وغځېږي، نو د شمال لوېديځې سيمې اقتصادي پرمختګ به وهڅول شي. د ګان سو ولايت د سيلانۍ چارې به د دې چټک اورګاډي څخه ډېرې ګټې واخلي. د مثال په توګه، د ګان سو ولايت د تيان شوی ښار د ماي جي شان غره نړيوال کلتوري ميراث دی، د دې غرنې منظره لرونکې سيمې د اداري کمېټې مشر کانګ تای خبريال ته وويل، د باو لن چټک اورګاډي په کارولو سره به د سيلانيانو شمېر تر ډېرې اندازې پورې زيات شي. ده وويل

(( د دې چټک اورګاډي په کارولو سره به د سيلانيانو د راغلو سيمو پراخوالی له اوسني ۴۰۰ کيلومترو څخه اته سوه حتی زرو کيلومترو ته زيات شي. د سيلانيانو د راتلو مزل وخت به هم تر ډېره وسپمول شي. اټکل کېږي چې د دې چټک اورګاډي په کار تر پيل وروسته به په جولای، اګست او سپتمبر دريو مياشتو کې د سيلانيانو شمېر دېرش سلنه زيات شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای