د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د جولای په ۱۰مه نېټه د پاکستان د بلوچستان ايالت چمن سيمه کې يو ځانمرګی بريد وشو او د بريد موخه د دې سيمې لوړپوړی پوليس سيد خان و.د همدې ورځې په غرمه بريدګر د سيدخان پر موټر بريد وکړ چې له امله يې بريدګر،سيد خان او د ده يو امنيت ساتونکی ووژل شول او ۱۲ تنه نور ټپيان شول.
تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نده اخيستې.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |