CRI Online

چينايان: چټک اورګاډی اسان، موثر او د ډاډ وړ دی

cri     (GMT+08:00) 2017-07-11 16:44:35

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په ۲۰۰۸ کال کې په چين کې د لومړي چټک اورګاډي تر پرانيستلو وروسته په نهو کلونو کې په چين کې د چټکو اوسپنيزو لارو شبکې د جوړولو سرعت او هم د مسافرينو شمېر په دوامداره توګه نوی نړيوال ريکارډ جوړ کړی او جوړوي يې.

د بېجينګ په جنوبي سټېشن کې ډېره ګڼه ګوڼه ليدل کېږي. هره ورځ ۳۱۸ چټک اورګاډي له دې ځای څخه بېلا بېلو ځايونو ته خوځېږي. دوه اتيا کلنې سپين سرې جو يون شيا چې له شانګهای څخه بېجينګ ته سفر کړی، له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، د چټک اورګاډي په وسيله سفر کول ډېر اسان دي. دې وويل

(( کورنۍ مې هم انديښنه کوله چې ايا زه به پخپله سفر وکولای شم؟ ما ويلی، کولای شم، اوس ډېر مهربانه کسان شته او د سفر په ترڅ کې يې د بکس د ځای پر ځای کولو لپاره له ما سره مرسته وکړه. فکر کوم د چټک اورګاډي په وسيله سفر کول ډېر ارام دي، هر څوک څوکۍ لري او د څوکۍ حالت د الوتکې په نسبت لا لوی او مناسب دی. له دې نه پرته، د اورګاډي په سټېشن کې خدمتي ډله شته چې زما د کاليو بکس يې ښه ترتيب کړی. نو زما په شان د زړو کسانو لپاره سفر کول ډېر اسان دي.))

مناسبه فضا او بشپړ خدمت د چټکو اورګاډو د هر کلي کېدو لاملونه دي، له دې نه پرته، يوه بل مهم لامل د وخت ضمانت دی. سپين سرې جو يون شيا وويل،

((د پرواز لپاره بايد لږ تر لږه دوه يا درې ساعته چمتو او هوايي ډګر ته لاړ شي، نو عمومي وخت د اورګاډي په پرتله نږدې يو شان وي. بله خوا، د بدې هوا له امله د الوتکې پروازونه کله ناکله ځنډېږي او حتی لغوه کېږي، نو پرېکړه مې وکړه چې د چټک اورګاډي په وسيله بېجينګ ته سفر وکړم. ))

د بېجينګ او شانګهای د ښارو اوسېدونکو ترمنځ تګ راتګ ډېر دی. د دواړو ښارونو ترمنځ چټک اورګاډی تګ راتګ شروع شوی چې اوږدوالی يې ۱۳۱۸ کيلومتره دی. اوس هره ورځ د بېجينګ او شانګهای ترمنځ يو سلو شپېته جوړې اورګاډي تګ راتګ کوي، تېر کال د مسافرينو شمېر له سلو مليونو کسانو څخه زيات دی.

د لويو ښارونو د کسانو او توکيو د ليږد راليږد نه پرته، د چټکو اورګاډيو پرمختګ د لويو ښارونو د شاوخوا سيمو اقتصاد او سوداګرۍ هم هڅولې دي. ښاغلي چن چې په پولي چارو لګيا دی، د کار لپاره هره اوونۍ د بېجينګ او د تيان جين ښار د وو چينګ سيمې ترمنځ تګ راتګ کوي. د دواړو ځايونو ترمنځ واټن نوي کيلومتره دی، د شخصي موټر د چلولو مزل يې څه باندې يو ساعت دی.خو د چټک اورګاډي له لارې يوازې ۲۴ دقيقو ته اړتيا لري. هغه خبريال ته وويل

((د چټک اورګاډي په وسيله سفر کول د وخت او پيسو ستره سپمونه ده. زما د تګ راتګ ټکيټونو بيې يوازې څه دباندې اويا يوانه دي. که زه پخپله د موټر له لارې د بېجينګ او وو چينګ ترمنځ تګ راتګ کوم، لګښت به د چټک اورګاډي په نسبت ډېر زيات وي. ))

تر ۲۰۰۸ کال مخکې، وو چينګ يوازې د تيان جين ښار يوه کوچنۍ ناحيه وه. د چټکو اوسپنيزو لارو په پرانيستلو سره تر ۲۰۱۶ کال پورې د وو چينګ سټېشن د مسافرينو شمېر له نهو لکو څخه څلور مليونو ته لوړ شوی. دغه راز د دې سيمې سوداګرۍ او د غيرمنقوله چارو هم ګړندی پرمختګ کړی دی.

په ۲۰۰۸ کال کې د چټکو اوسپنيزو لارو په پرانيستلو سره په پنځو ساعتونو کې د رسېدو ځايونو شمېر مخ په زياتېدو دی، نو د چټک اورګاډي له لارې سيلاني کول د ډېرو د هر کلي وړ دي. په ۲۰۱۶ کال کې په ټول هېواد کې يو مليارډه څلور سوه څلوېښت مليونه مسافرينو د چټکو اورګاډيو په وسيله سفرونه کړي. اټکل کېږي چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به نوي سلنه چينايان د چټکو اورګاډيو شبکې تر پوښښ لاندې وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای