CRI Online

د افغانستان په شمال کې د سيلابونو له امله پنځه تنه مړه شوي او شل تنه نور ټپيان دي

cri     (GMT+08:00) 2017-07-12 08:50:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې يو افغان چارواکي د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د دغه هېواد په شمال بدخشان ولايت کې د سيلابونو له امله لږ تر لږه پنځه تنه مړه شوي او شل تنه نور ټپيان دي.

د دې ولايت د والي مرستيال ګل محمدبيدار په همدې ورځ خبري رسنيو ته وويل چې په وروستيو ورځو کې د سختو بارانونو د اورښت له امله د دې ولايت په ځينو سيمو کې سيلابونه رامنځته شوي او ور ته زيانونه رسيدلي دي.

بيدار زياته کړه چې په تېرو دريو ورځو کې د سيلابونو له امله اته تنه نور هم ورک شوي دي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای