CRI Online

د بو او اسيايي فورم په اړه د بنکاک په غونډه کې د اسيا سيمه ييزې همکارۍ ته ډېره پاملرنه شوې

cri     (GMT+08:00) 2017-07-12 16:20:03

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بو او اسيايي فورم يوه فرعي غونډه چې عنوان يې دی، د اسيا سيمه ييزې همکارۍ: نوې ننګونې، نوې نظريې، د جولای په يوولسمه نيټه د تايلند په ننکاک کې ترسره شوه. د دې غونډې موخه د سيمه ييز اقتصادي همکارۍ د ژورتيا او د اقتصادي ابادۍ د پرمخبيولو د نويو لارو په اړه بحث کول تر څو د اسيا د اقتصاد سره د يو ځای کېدو بهير هڅول دي. د چين، تايلند، سينګاپور، ماليزيا او اندونيزيا په شمول د ديارلسو هېوادونو او سيمو څخه راغلو څه باندې څلورو سوو استازو په دې غونډه کې ګډون وکړ.

تر غونډې مخکې د بو او د اسيايي فورم سرمنشي جو ون جونګ ګډون کوونکو ته د دې غونډې عنوان محتوياتو په اړه مالومات ورکړل. د ده په اند، د اسيا سيمه ييزې همکارۍ ستر اهميت لري. ده وويل

(( نوې ننګونې څرګندې دي، څرنګه چې اوس له نړيوال کېدو سره د مخالفت نظريې هم د زياتېدو په حال کې دي. په دې حال کې د اسيا په تېره بيا د جنوب ختيځې اسيا هېوادونه بايد څه وکړي؟ دا د پاملرنې وړ مسئله ده. نو موږ د بېلا بېلو خواوو مامورينو او کارپوهانو ته بلنه ورکړه چې له نويو ننګونو سره د مقابلې لپاره خبرې اترې وکړي. ))

د اسيا سيمه ييزې همکارۍ په دې غونډه کې د ګډون کوونکو د پاملرنې وړ موضوع ده. د تايلند پخراني لومړي وزير سوراکايرت وويل، اوس تايلند د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې له وړانديز سره د خپل اقتصادي پرمختګ د ستراتيژۍ د ترکيب لپاره کوښښونه کوي. ده وويل

((د تايلند د اقتصادي پرمختګ په نوې ستراتيژۍ کې د روبوټ، اتومات او ګرځنده انټرنيټي شبکې په شمول محتويات شامل دي. اوس د چين ډيجيټل تکنالوژۍ په نړۍ کې مخکښه سويه لري. نو د تايلند دغه ستراتيژي د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې په اړه د چين له وړانديز سره ښه ترکيب کېدلای شي. ))

د تايلند د صنايعو ټولنې رئيس چن نامچايسري د اسيا د اقتصادي ټولنې جوړولو ته ډېره پاملرنه کوي او د چين خدمتونه يې وستايل. ده وويل

((د اسيا اقتصادي ټولنه د اسيايي هېوادونو ګډ بازار دی چې په بېلا بېلو ساحو کې د سيمه ييزو هېوادونو پرمختګ ته به سترې ګټې ورسوي. په همدې وخت کې دا به يو ډېر ښه ډګر هم وي چې بېلا بېلې خواوې دلته سرچينې او مالومات سره شريکولای شي او موثر توليدي توان به عملي شي. د تايلند د ډېرو ګاونډيو هېوادونو د اقتصاد کلنی زياتوالی ډېر لوړ دی، په تېره بيا د چين دغه رقم تل له شپږ اعشاريه پنځه سلنې څخه زيات دي چې د سيمه ييز اقتصاد د پرمختګ لپاره هڅوونکی دی. ))

څنګه د اسيا د برخليک د ګډې ټولنې د عملي کېدو په اړه د تايلند په ختيځ کې د اقتصادي دهليز د استخراج کمېټې سرمنشي کانيټ سانګسوبهان هيله وښودله چې چين لا زيات لارښوونکی رول ولوبوي. ده وويل

(( هيله لرم چې چين د اسيا د برخليک د ګډې ټولنې د جوړولو په برخه کې لا زيات لارښوونکی رول ولوبوي. اوس د چين اقتصادي اندازه په نړۍ کې دوهم مقام نيسي. د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې په اړه د چين وړانديز هم د ګډې سوداګرۍ، ګډې جوړونې او شريکولو په هکله د پرمختګ نظريه څرګنده ده . ياد لارښوونکی رول په دې معنا نه دی چې چين يوازنې ځواکمن کېږي، خو د احاطه کوونکي پرمختګ او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ کولو پر اصولو به چين لارښوونکی رول ولوبوي او د بېلا بېلو خواوو د ګډون هر کلي کيږي او د بېلا بېلو خواوو اړتياوې پېژندل کېږي. دغه راز به د اسيا د برخليک ګډه ټولنه به عملي شي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای