CRI Online

د چين د ستراتيژيک عالم هوانګ دا نيان کيسه

cri     (GMT+08:00) 2017-07-13 10:22:07

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، ښاغلي هوانګ دا نيان په نړۍ کې د هوايي جيوفزيکس مشهور عالم و. هغه په بريټانيا کې له ښه ژوند څخه لاس واخيست او د خپل وطن د اړتيا سره سم بېرته چين ته راستون شو. هغه د څلور سوو عالمانو په مشري سره د ليرې فضا، د ځمکې کرې او د ژور سمندر د څيړنې په ساحو کې د چين تاريخي ريکارډونه جوړ کړي دي. د ۲۰۱۷م کال د جولای په اتمه نېټه اته پنځوس کلن هوانګ دا نيان د ناروغۍ له امله سترګې پټې کړې.

ښاغلي هوانګ دا نيان د چين د چانګ چون له جيالوژيک پوهنځي څخه تر فارغېدو وروسته په بريټانيا کې زده کړې وکړې او خپل مسلک کې يې ډاکتري دکتورا اخيستې وه. ورپسې نوموړي د بريټانيې د کامبريج پوهنتون د ارکيس جيوفزيکس شرکت د څيړونکي مرکز د عمومي مدير په توګه دنده تر سره کوله.

د چين د جي لين پوهنتون پخواني مرستيال هان شياو فنګ په تېرو دېرشو کلونو کې له ښاغلي هوانګ دا نيان سره نژدې اړيکې درلودې. هغه د ښاغلي هوانګ د يادونې په وخت کې وويل،

هغه به ويل (( کله چې له چين بهر ته تلم، نو پريکړه مې کړې وه چې بېرته به چين ته راستنېږم. )) هغه زده کوونکو ته ويلي وو چې تاسې بايد نورو هېوادونو ته ولاړ شي، خو له زده کړې نه وروسته بايد بېرته چين ته راستانه شئ. له دې څخه څرګندېږي چې ښاغلي هوانګ له خپل وطن، د چين له دونګ بې سيمې او د جي لين له پوهنتون سره ژور احساس درلود.

کله چې په ۲۰۰۹م کال کې ښاغلی هانګ دا نيان تازه بېرته چين ته راستون شو، نو سمدلاسه يې په کار پيل وکړ. د جي لين پوهنتون د جيولوژيکې ماڼۍ په نامه د ودانۍ د پنځم پوړ د ښاغلي هوانګ په دفتر کې يوه تخته شته چې ورباندې د يو کال لپاره د ښاغلي هوانګ د کارونو پلانونه ليکل شوي. ښاغلي هوانګ ډېر بوخت و او همېشه به يې د شپې تر دوو او يا دريو بجو پورې کار کاوه. د ښاغلي هوانګ دا نيان سيکرټر وانګ يو هان وويل، 

د يو کال د يو په درېيمه وخت يې نورو ځايونو ته په ماموريتي سفر بوخت و. هغه به هوايي ميدان ته د تللو په وخت کې په موټر کې زياتې ټلېفوني خبرې کولې او د سفر په ترڅ کې به يې کارونه ترتيب کول، ځکه چې په الوتکه کې ټلېفونې خبرې نه کېږي.

د ښاغلي هوانګ دا نيان عمده کار په هوايي چارو کې د ځمکې جا‌ذبې د دقيق حساب تخنيکي څيړنه وه، په تېره بيا په هوايي چارو کې د ځمکې جاذبې د دقيق حساب ماشين جوړول و. دغه ماشين د نفتو، ګازو او نورو کانونو د استخراج کولو لپاره کار کوي او په سمندر کې د اوتبل د دفاع او اکتشاف په ساحو کې خدمت کوي. د ښاغلي هوانګ د ساينس او تخنيک مرستيالې پروفيسرې مېرمن يو پينګ وويل،

له يوې خوا، دغه تخنيک د هېواد د پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره ګټور دی، له بلې خوا دغه تخنيک د هېواد د دفاع او امنيت لپاره مهم رول لوبوي. نو زموږ هېواد دغه تخنيک ته اړتيا لري. تر اوسه پورې په نړۍ کې لږ هېوادونه په دغه تخنيک کې لګيا دي او چين ته يې اړوند معلومات ورنه کوي. د چين د دوولسم پنځه کلن پلان د پلې کېدو نه مخکې په دې ساحه کې هېڅ پايله نه ده تر لاسه کړې. چين ته د ښاغلي هوانګ له بېرته راستنېدو وروسته د ده تر لارښوونې لاندې د څو سوو عالمانو په ګډو کوښښونو سره د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي چې اوس زموږ اوسني تخنيک په نړۍ کې مخکښ مقام نيسي.

د چيني ملت د بيا سمسورتيا زموږ پر غاړه دنده ده. دغه جمله د چانګ چون له جيولوژيک پوهنځي څخه د ښاغلي هوانګ د فارغېدو په وخت کې په کتابچه کې ليکلې ده. هغه د خپل رښتيني کوښښ له لارې خپله ژمنه پلې کړې ده. خو د سختو کارونو له امله د صفرا مجرا پر سرطان اخته شو او د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ په اتمه نېټه له دې دنيا څخه سترګې پټې کړې.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای