د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جولای په ۱۳مه نېټه په بيجينګ کې يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل د قاهرې اعلاميه له دويمې نړيوالې جګړې وروسته چين ته د تايوان او شاوخواو ټاپوګانو په شمول د خاورو د بيا ورکول کيدو لپاره مهم نړيوال قانون برابروي چې ستر تاريخي او واقعي اهميت لري او حيثيت بيخي د چين او بريتانيي له ګډې اعلاميې سره يو شان نه دی.
د خبر له مخې د تايوان واکمنې ادارې به په ۲۰۱۹ کال کې د منځنيو ښوونځيو له درسي کتاب څخه د قاهرې اعلاميې په هکله اړوند محتويات ليري کړي چې په نوي تاريخي درسي کتاب کې به نه د قاهرې اعلاميې له مخې د تايوان مقام ياد شي. په دې هکله ګنګ شوانګ وويل چې تايوان د چين د خاورې نه بيليدونکې برخه ده او د چين ملي حاکميت او د خاورې بشپړتيا نه جلا کيږي. د قاهرې اعلاميه يو مهم نړيوال قانون، د نړۍ لخوا پيژندل شوی سند او د فاشيزم ضد د جګړې يوه مهمه لاس ته راوړنه هم ده چې له دويمې جګړې وروسته د نړيوال ميکانيزم د تصديق لپاره مهم بنسټ کيښول شوی او ستر تاريخي او واقعي اهميت لري.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |