CRI Online

شي جين پينګ غواړي چې له کاناډا سره د ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د پر له پسي پرمختګ هڅونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-07-13 21:29:41

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۱۳مه نېټه په بيجينګ کې د کاناډا له عمومي مشر دويد جونستون سره د ملاقات په وخت کې وويل چې چين او کاناډا بايد له ستراتيژيکو او دايمي لحاظه يو د بل مرکزي ګټو او مهمو پاملرنو درناوی وکړي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکو دوستانه اړيکې د پر له پسي پرمختګ لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

شي جين پينګ وويل چې د چين او کاناډا تر منځ اړيکې د سالم پرمختګ په حال کې دی. دواړه هېوادونه د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې مهم هېوادونه دي او د اوسنيو نړيوالو چوکاټونو او حالاتو د بدلون په حال کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ او تګ راتګ پياوړتيا د دواړو هېوادونو خلکو لپاره ګټې لري او د نړۍ سمسورتيا، ثبات او پرمختګ ته نوي قوي برابروي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای