CRI Online

يانګ جي چه د م م د ۷۲مې عمومي اسامبلې له مشر ميروسلاف لاجکاک سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-14 08:21:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي يانګ جي چه د جولای په ۱۳مه نېټه په بېجينګ کې د م م د ۷۲مې عمومي اسامبلې له مشر ميروسلاف لاجکاک سره وکتل.

ښاغلي يانګ جي چه وويل، چې چين په نړيوالو چارو کې د م م مقام او رول ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د م م په عمومي اسامبلې کې به تر ۲۰۳۰م کال پورې د پر له پسې پرمختګ جريان د پلې کولو لپاره کوښښ وکړي، تر څو د م م په چوکاټ کې د سولې او پرمختګ د پياوړتيا لپار زيات خدمتونه وکړي.

ښاغلي لاجکاک د م م په چارو کې د چين د مهم رول لوړه ستاينه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې د ۷۲مې عمومي اسامبلې د کارونو د پياوړتيا لپاره له چين سره نژدې همکاري وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای