CRI Online

د سوريې مسئلې په اړه خبرو اترو کې برياليتوبونه تر لاسه شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-07-14 15:41:14

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سوريې مسئلې په اړه د چين ځانګړي استازي شې شياو يان چې د سوريې مسئلې په اړه د ژنيو په خبرو اترو کې ګډون کوي، د جولای په ۱۳مه نيټه د م م د سرمنشي له ځانګړي استازي سټيفن ډوميسټورا سره د سوريې مسئلې د سياسي حل د بهير او د ژنيو د خبرو اترو په هکله د نظريو تبادلې وکړې. دوی ګډ نظر لري چې د ژنيو د دې پړاو خبرو اترو کې برياليتوبونه تر لاسه شوي دي.

دا د سوريې مسئلې په اړه د چين د ځانګړي استازي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته، شې شياو يان د څلورم ځل لپاره د ژنيو په خبرو اترو کې ګډون کوي. هغه به په جلا توګه د سوريې له مخالفينو او د سوريې له حکومتي پلاوي سره ملاقات وکړي، او د روسيې او امريکا له پلاويو سره به هم وګوري. د ده په اند، د ژنيو د دې پړاو خبرو اترو کې ځينی مهم برياليتوبونه تر لاسه شوي دي. ده وويل

(( له ډوميسټورا او د سوريې د مخالفينو له ځينو استازو سره تر خبرو اترو وروسته مې دا پيدا کړې چې د دې پړاو خبرو اترو کې ځينې مهم برياليتوبونه تر لاسه شوي چې نه يوازې په سم لوري روان دي، بلکې د ښکيلو خواوو ګډې نظريې هم د تېر ځل په نسبت زياتې دي.))

ښاغلي شې شياو يان وويل، د ژنيو خبرې اترې د سوريې مسئلې د سياسي حل په بهير کې يو لازم ګام دی. چين د دې پړاو خبرو اترو په اړه درې هيلې لري چې لومړی بايد د خبرو اترو دوامدار بهير او مناسب سرعت وساتل شي. څرنګه چې اوس د مخالفينو او حکومت ترمنځ توپيرونه لا زيات دي، اړوندې خواوې بايد ګام په ګام پرمختګ وکړي. دوهم بايد د سوريې مسئلې د سياسي حل پر لوري ټينګار وشي. اوسنی اوربند بايد د سياسي بهير له لارې ټينګ شي. په خبرو اترو کې بايد ځينی مرحله ييز برياليتوبونه تر لاسه شي چې د خبرو اترو دواړو خواوو او نړيوالې ټولنې ته باور ورکړی شي. درېيم بايد پر دې ټينګار وشي چې د سوريانو لخوا د خپل هېواد برخليک وټاکل شي، نړيواله ټولنه بايد د دې لپاره ګټوره زمينه برابره کړي او اړونده لارښوونه دې ترسره کړي.

شې شياو يان وويل، چين له م م څخه ملاتړ کوي چې د همغږۍ رول وکړي او په دوامداره توګه د ژنيو په خبرو اترو کې د عملي برياليتوبونو د تر لاسه کېدو لپاره فعال خدمتونه تر سره کړي. ده وويل

(( موږ بايد پر دې ټينګار وکړو چې د خبرو اترو له لارې يوه داسې سياسي لاره پيدا کړو چې د ښکيلو خواوو لخوا ومنل شي او تطبيق يې کړي. چين تل د دې لپاره کښښونه کړي او کوي يې. ))

ډوميسټورا هم نظر لري چې د ژنيو د دې پړاو په خبرو اترو کې ځينې فعالې نښې ښکاره شوې دي. ده وويل

(( د دې پړاو خبرې اترې په سم لوري روانې دي. لومړی د سوريې د ټولو مخالفينو پلاوي او حکومتي پلاوی په دغو خبرو اترو کې برخه لري او ټولې خواوې پاتې دي چې خبرو اترو ته دوام ورکړي. موږ په فعاله توګه خبرې اترې کړې دي.))

ډوميسټورا خپلو خبرو کې دا ياده کړه چې د سوريې د دريو عمده مخالفينو ډلو يعنې د خبرو اترو لوړپوړې کمېټې، د قاهرې ګروپ او مسکو ګروپ ټول د دې پړاو په خبرو اترو کې برخه لري. دريو خواوو د ځينو مهو موضوعاتو په هکله خبرې اترې کړې دي. برسيره پر دې، هغه د سوريې له حکومتي پلاوي سره د راتلونکي اساسي قانون مسودې د جوړولو او د راتلونکو ټاکنو په شمول ځينو مسئلو په اړه خبرې اترې کړې دي. ډوميسټورا وويل، که څه هم تر اوسه پورې د سوريې د حکومتي پلاوی او مخالفينو ترمنځ مخامخ ډيالوګ نه دی عملي شوی، خو دغه ورځ به هرومرو راځي.

ډوميسټورا د سوريې مسئلې د سياسي حل په بهير کې د چين له کوښښونو او هڅو څخه مننه څرګنده کړه. د ژنيو دغه پړاو خبرې اترې به د روانې مياشتې تر څوارلسمې نيټې پورې پای ته ورسيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای