د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جولای په ۱۴مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د چين هغه دريځ بيا څرګند کړ چې د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې حل د اړوندو خواوو همغږۍ او ګډو کوښښونو ته اړتيا لري. چين هيله لري چې اړوندې خواوې په يو لوری ګامونه پورته کړي او د خبرو اترو او سلامشورو له لارې د دې مسئلې د حل لپاره ګډې هلې ځلې وکړي.
د خبر له مخې، د امريکايي چارواکو په قول د ټرمپ حکومت ښايي په راتلونکو څو اوونيو کې د چين پر ځينو کوچنيو بانکونو او شرکتونو د نويو بنديزونو اعلان وکړي کوم چې له شمالي کوريا سره سوداګريز تګ راتګ لري. ګنګ شوانګ د خبريال اړوندې پوښتنې ته په ځواب کې د ياد خبر پر صلاخيت شک څرګند کړ او ويې ويل چې چين په پوره توګه د م م د امنيت شورا اړوند پريکړه ليکونه پلي کوي او له دې سره مخالفت کوي چې د امنيت شورا له چوکاټ پرته يو اړخيز بديزونه لګول کيږي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |