د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۱۴مه نېټه په بېجينګ کې د م م د ۷۲مې عمومي اسامبلې له مشر ميروسلاف لاجکاک سره خبرې اترې وکړې.
وانګ يي وويل، چې چين د څو اړخيزې غوښتنې او په نړيوالو چارو کې د م م د کليدي رول ټينګ ملاتړ کوي او هيله لري چې د م م د ۷۲مې دورې عمومي اسامبله د سولې او پرمختګ په برخو کې مهمو مسئلو ته پاملرنه وکړي، د نړيوالو شخړو د سياسي حل لپاره هڅې وکړي او تر ۲۰۳۰ کال پورې د دواملرونکي پرمختګ اجنډا عملي کول چټک کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |