د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ملي دفاع وزارت د جولای په ۱۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې امريکايي ځواکونو په روانې اوونۍ کې په يو هوايي بريد کې په افغانستان کې د داعش مشر وواژه.
په دغه اعلاميه کې راغلي چې امريکايي ځواکونو د جولای په ۱۱مه نېټه د افغانستان په کنړ ولايت کې پر داعش ډأې باندې هوايي بريد کړی، چې له امله يې په افغانستان کې د داعش مشر ابو سيد په شمول څو وسله وال وژل شوي دي. دغه بريد د داعش پر هغې ناوړې موخې باندې کلکه ضربه چې غواړي په افغانستان کې د خپل واک سيمې پراخې کړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |