د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جولای په ۱۴مه نېټه وويل، چې چين په هر حيث او تر هر عنوان لاندې په نورو هېوادونو کې د هېواد د جلا کولو په موخه د دا لی لاما له کړو وړو سره ټينګ مخالفت کوي. هيله لري چې اړوند هېوادونه د دغې مسئلې په اړه سمه پريکړه وکړي.
په همدې ورځ په خبري ناسته کې يو خبريال يوه پوښتنه وکړه چې د بوتسوانا د ولسمشر دفتر د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې دالی لاما به په راتلونکې مياشت کې له دغه هېواد څخه ليدنه وکړي او د دغه هېواد ولسمشر به ورسره وګوري. چين په دې اړه څه نظر لري او دغه ليدنه به په بوتسوانا کې د چين پر پانګونې منفي اغيزه وکړي که نه ؟
وياند ګنګ شوانګ وويل، چې څوارلسم دا لی لاما د مذهب په پلمه د چين د جلا کولو کړه وړه کړي دي او کوي يي او غواړي له چين څخه د شي ځانګ ولايت جلا کړي. چين په ټينګار سره په هر حيث او تر هر عنوان لاندې په نورو هېوادونو کې د وطن د جلا کولو په موخه د دالی لاما له کړو وړو او د هر هېواد د چارواکو او دا لی لاما ترمنځ له تماسونو سره مخالفت کوي.
نوموړي زياته کړه چې د چين دريځ ښکار دی او هيله لري چې اړوند هېواد به د دالی لاما رښتينې بڼه او نيت وپېژني، د چين د پام وړ ټکو ته درناوی وکړي او د اړوندې مسئلې په اړه سمه پريکړه وکړي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |