CRI Online

شي جين پينګ په پولي کاري غونډه کې وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-07-16 15:43:46

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين پولي کاري غونډه د جولای له ۱۴مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په غونډه کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه.هغه پر دې ټينګار وکړ چې پولي چارې د هېواد د سيالۍ اساسي توان دی ،پولي امنيت د هېواد امنيت يوه مهمه برخه ده او پولي نظام د اقتصادي ټولنې د پرمختګ په بهير کې مهم بنسټيز نظام دی.بايد په پولي کارونو کې د کمونېست ګوند لارښوونې پياوړې شي، پولي ادارې پياوړې شي او د هېواد د پولي امنيت ضمانت وشي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او صدراعظم لي که چيانګ په ياده غونډه کې وويل چې د چين د کمونېست ګوند له اتلسمې دورې ملي کانګرس راهيسې د چين پولي اصلاحات ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي او پولي چارې په چټک ډول پرمختګونه کړي دي.لي که چيانګ په خپله وينا کې وويل چې بايد په جدي توګه د رئيس شي د وينا له روحيې څخه زده کړه وشي او عملي شي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي يو جنګ شنګ،وانګ چي شان او جانګ ګاو لي هم په دغه غونډه کې ګډون درلود.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای