CRI Online

څلور پاکستاني سرتيری په کشمير کې له هند سره جګړه کې وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-07-17 10:44:15

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د دری ګونو پوځونو د مطبوعاتي ادارې مشر اصف غفور د جولای په ۱۶مه نيټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د هند پوځ په همدې ورځ د کشمير سيمې د پاکستان او هند د کنټرول کرښې ته نږدې د پاکستان پر يو پوځي موټر بريد وکړ چې له امله يې دغه موټر د نيلم سيند ته غورځېدلی او څلور سرتيری په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي. اوس د يو سرتيري مړی پيدا شوی دی. غفور وويل، د پاکستان پوځ د هند بريد ته غبرګون ښودلی دی.

نوموړي د همدې ورځې لا له وړاندې په يوه خبري ناسته کې وويل، سږ کال هند د کشمير د پاکستان او هند د کنټرول کرښې ته نږدې د اوربند له تړون څخه ۵۸۰ سرغړونې کړې چې دغه شمېر د پخوا په نسبت ډېر زيات دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای