CRI Online

يو امريکايي تبعه د جاسوسۍ له امله د ايران د محکمې لخوا په لس کلن بند محکوم شو

cri     (GMT+08:00) 2017-07-17 10:48:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د عدليې ادارې وياند محسيني اجيهی د جولای په ۱۶مه نيټه دا خبر منلی چې يو امريکايي تبعه د جاسوسي له امله د ايران د محکمې لخوا په لس کلن بند محکوم شو.

امريکا په همدې ورځ له ايران څخه غوښتنه وکړه چې بايد سمدلاسه د امريکا او نورو هېوادونو هغه اتباع خوشي کړي چې د ايران دولتي خونديتوب ته د ګواښونو د رسولو په تور نيول او بندي شوی چې د ايران دا تورونه دروغ دي.

له تېر کال راهيسې، د امريکا، بريتانيا، کاناډا او فرانسې څو اتباع په ايران کې نيول شوي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای