CRI Online

په ترکيه کې د بېړني حالت وخت ښايي وغځېږي

cri     (GMT+08:00) 2017-07-17 10:51:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جولای په ۱۶مه نيټه په ترکيه کې د ناکامې کودتا د لومړۍ کاليزې د يادونې غونډه په انقره کې ترسره شوه. د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان پکې ګډون وکړ او و يې ويل، هغه به وړانديز وکړي چې په ترکيه کې د بېړني حالت وخت لا وغځېږي.

د تېر کال په همدې ورځ کودتا کوونکو په جنګي الوتکو د پارلمان پر ودانۍ بمباري وکړه او دغه ودانۍ ته يې سخت زيان ورساوه. له دې نه پرته، نږدې ۲۵۰ تنه د کودتا په دې شخړه کې ووژل شول او څه باندې ۲۲۰۰ تنه نور ټپيان شوي وو.

اردوغان په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې ترکيان د حاکميت له يووالي او ډيموکراسۍ څخه ملاتړ کوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای