CRI Online

د بريتانيا د ماليې وزير: له اروپايي ټولنې څخه د دغه هېواد د وتلو لپاره انتقالي تنظيمونه يې تر غور لاندې نيولی ده.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-17 11:15:10

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا د ماليې وزير فيليپ هاموند د جولای په ۱۶مه نيټه څرګنده کړه چې د ملي اقتصاد د ساتلو په غرض د بريتانيا حکومت په دې نظر دی چې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره بايد انتقالي تنظيمونه ونيسي.

ښاغلي هاموند له بريتانوي رسنيو سره د يوې مرکې په ترڅ کې وويل: انتقالي تنظيمونه يوه مناسبه او معقوله لاره ده چې د بريتانيا پر ملي اقتصاد له اروپايي ټولنې څخه د دغه هېواد د وتلو منفي اغېزه کمولای شي. که څه هم دغه نظريه څو اوونۍ مخکې تازه رامنځته شوې، خو اوس د کابينې زياتره غړي له دې سره موافقه لري، خو د يادو تنظيمونو د تر سره کېدو مودې او اړوندو جذيياتو په اړه تر اوسه د نظر يووالي ته نه دي رسېدلي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای