CRI Online

د روان کال په لومړۍ نيما يي کې د چين اقتصاد ۶.۹٪ لوړ شوی دی.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-17 14:30:52

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د شمېرنې دولتي ادارې د جولای په ۱۷مه نيټه يو لړ شمېرې خپرې کړې. د ابتدايي شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمه يي کې د چين د کورني توليد عمومي ارزښت ۳۸ زره او ۱۴۹ مليارډو يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶.۹٪ لوړ شوی دی. د سږ کال په لومړۍ ربعه او دوهمه ربعه کې د کورني توليد عمومي ارزښت په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶.۹٪ لوړ شوی دی. په لومړي، دوهم او درېيم صنعت کې په جلا جلا توګه ۳.۵٪ ،۶.۴٪ او ۷.۷٪ لوړوالی موندلی دی.

د چين د شمېرنې دولتي ادارې وياند ښاغلي شينګ جه هونګ څرګنده کړه: د چين اقتصادي چارې اوس په معقوله توګه پرمختګ کوي او ثابت او ښه حالت ساتي چې د لوړوالي سرعت مناسب، استخدام ښه او د توکيو بيه ثابته ده، د خلکو عايدات لوړېږي او صنعتي جوړښت ښه کېږي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای