CRI Online

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د وګړيو عايداتو زياتوالی د کورنيو توليداتو ارزښت د زياتوالي په نسبت ډېر و

cri     (GMT+08:00) 2017-07-17 15:04:51

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د شمېرنې ادارې د جولای په ۱۷مه نيټه د روان کال د لومړۍ نيمايي اقتصادي شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې په لومړۍ نيمايي کې د هر تن په سر منځنی عايدات دوولس زره نهه سوه دوه دېرش يوانه و چې د بيې عواملو نه پرته په عملي توګه د تېر کال په پرتله اوه اعشاريه درې سلنه زيات شوي، د کورنيو توليداتو د ارزښت زياتوالی شپږ اعشاريه نهه سلنه و، نو د وګړيو عايداتو د زياتوالی د کورنيو توليداتو ارزښت د زياتوالي په نسبت ډېر و.

د چين د شمېرنې ادارې وياند شينګ جه هونګ وويل، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې اقتصاد ثابت پرمختګ موندلی، د ښاريانو عايدات په ګړندي توګه زيات شوي او د ښارونو او ولسواليو ترمنځ توپير په دوامداره توګه کم شوی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای