CRI Online

د مصر پوځ وويل : د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې له امريکا سره همکاري پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-07-17 15:07:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مصر د پوځونو وياند د جولای په ۱۶مه نيټه وويل، د مصر د وسلوالو پوځونو قوماندان محمود هيګازی پر دې ټينګار وکړ چې مصر بايد له امريکا سره نظامي همکارۍ لا پياوړې کړي، په تېره بيا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې، تر څو چې د سيمه ييزو امنيتي ننګونو سره مقابله وشي.

هيګازی څو ورځې مخکې په قاهره کې د امريکا د پوځونو له لوړپوړي مشر مايکل ګاريت سره وکتل. دواړو خواوو د خپلمنځي نظامي همکارۍ د ژورتيا په هکله خبرې اترې وکړې، مثلا ګډ پوځي تمرين تر سره کول، د مسلکي مالوماتو تبادله کول، د پوځونو د جنګي توان پياوړي کول او د تخنيکي توان ابادول او داسې نور.

د ټرمپ حکومت تر لوړې وروسته، د مصر او امريکا ترمنځ اړيکې د تودېدو په حال کې دي. (هيله) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای