CRI Online

د چين د پولي چارو په عمومي غونډه کې د چين د پولي کارونو راتلونکې دندې او اصول ټاکل شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-07-17 16:08:02

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د پولي چارو عمومي غونډه څو ورځې مخکې په بېجينګ کې پای ته ورسېده. دغه غونډه په هرو پنځو کلونو کې يو ځل تر سره کېږي او د اوسنيو او د راتلونکې يوې مودې لپاره به د پولي چارو هراړخيز ترتيبات وکړي. په تازه پای ته رسېدلې غونډه کې دا درې دندې ټاکل شوې چې د ريښتني اقتصاد لپاره خدمتونه ترسره شي، پولي ګواښونه دې کنټرول شي او د پولي چارو اصلاحات دې لا ژور شي. د اقتصاد پوهانو په اند، په دې غونډه کې د چين د پولي کارونو راتلونکې دندې او اصول ټاکل شوي دي.

د پولي چارو څلور مهم اصول په دې غونډه کې په څرګنده توګه ښودل شوي چې پولي چارې بايد د اقتصاد او ټولنې پرمختګ لپاره خدمتونه تر سره کړي. د پولي چارو جوړښت دې ښه والی او پولي بازار، پولي ادارې او د پولي توليداتو سيسټم دې بشپړ شي. د پولي چارو څارنې دې پياوړې شي. بايد د پولي سرچينو د ويشلو په بهير کې د بازار رول ولوبول شي.

د چين د اقتصادي تبادلې په اړه د نړيوال مرکز مرستيال عمومي اقتصاد پوه شو هونګ څای وويل، ياد څلور اصول به ريښتنی اقتصاد ته د خدمتونه کولو، د پولي بحران مخنيوی او کنټرول او د پولي چارو اصلاحاتو د ژورتيا دريو دندو د بشپړولو لپاره اغېزمن رول ولوبوي. ده وويل

((دغه څلور اصول زموږ له دريو دندو سره سمون خوري. پولي چارې د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره خدمتونه کوي يعنې د ريښتني اقتصاد لپاره خدمتونه کوي. څرنګه چې د ډېرو پولي چارو په دننه کې کاروبار شته او د پولي چارو په برخه کې د يو کار په هکله چارې په ډېر ګړندي توګه پرمختګ کړی، نو په دې غونډه کې دا وړاندې شوې چې پولي چارې بايد د ريښتني اقتصاد لپاره خدمتونه ترسره کړي.د پولي چارو په جوړښت کې ښه والی راوستل د عرضې په برخه کې دي، د عرضې جوړښت په اصلاحاتو کې د پولي چارو سيسټم هم شامل دی. د پولي چارو پرمختګ بايد د ريښتني اقتصاد له پرمختګ سره سمون وخوري چې د پيسو د رغونډېدو لګښت کم شي او موثريت يې لوړ شي. د اصلاحاتو بنسټيزه موخه بازار د سرچينو ويشلو په ترڅ کې د پرېکړې رول لوبول دي، په پولي چارو کې هم . ))

د چين د خلکو پوهنتون د پولي چارو د څېړنيزې ادارې څېړونکي دونګ شي مياو خبريال ته وويل، له نيمې پېړۍ راهيسې، په ځينو اقتصادي بازارونو کې د پولي بحرانونو د رامنځته کېدو مهم لامل دا دی چې د پولي چارو پرمختګ او نوښت له ريښتيني اقتصاد څخه جلا شوی دی. ده وويل

((له نيمې پېړۍ راهيسې، د نړۍ ځينو اقتصادي بازارونه له څو پولي بحرانونو سره مخ شوي او د هر ځل پولي بحران اقتصاد ته سخت زيانونه رسولي. د دغو اقتصادي بازارونو په پولي سيستم کې نيمګرتياوې شته چې د پولي چارو نوښت او پرمختګ له اوږدې مودې راهيسې له ريښتينی اقتصاد څخه جلا شوی. په دغه غونډه کې پولي چارې د ريښتينی اقتصاد لپاره خدمتونه کول د دريو دندو لوموړيتوب ټاکل شوی، دا ستر اهميت لري.))

په ياده غونډه کې د پولي بحران مخنيوی او کنټرول هم ډېر د پاملرنې وړ وو. ګډون کوونکو پر دې ټينګار وکړ چې د سيسټماتيک پولي بحران مخنيوی د پولي چارو دايمي دنده ده. په عين وخت کې د پولي چارو څارنې هم بايد پياوړې شي. نو د چين د دولتي شورا د پولي چارو د ثبات او پرمختګ کميټه به جوړه شي. ښاغلي دونګ شي مياو په دې اړه وويل

((د چين د دولتي شورا د پولي چارو د ثبات او پرمختګ کمېټه د پولي چارو د څارنې او همغږۍ ادارو ترمنځ د ګډو غونډو په نسبت لا بشپړې دندې او لا لوړه سويه لري. په عين وخت کې دغه غونډه کې پر دې ټينګار شوي چې د اقتصاد د عمومي ادارې او سيسټماتيک بحران د مخنيوي او کنټرول په برخه کې دې د چين د مرکزي بانک رول پياوړی شي. نو د پولي چارو د څارنې په برخه کې به د مرکزي بانک رول او اغېزې به لا زياتې شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای