د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د کمېټې مدير هه لي فنګ څو ورځې مخکې د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز د هڅولو په غونډه کې په ولايتونو او ښارونو کې د ياد وړانديز د هڅولو لپاره يو لړ غوښتنې وکړې. تر اوسه پورې د چين يو دېرشو ولايتونو، خودمختارو سيمو او ښارونو د يو کمربند او يوې لارې جوړونې د هڅولو تګلارې خپرې کړې دي.
د مالوماتو له مخې، شينجيانګ پلان لري چې د يو کمربند او يوې لارې ترانسپورټي محور جوړ کړي او د اټکل له مخې به سږ کال له دوو سوو مليارډو يوانو زياتې پانګې راغونډې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |