د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جولای په ۱۷مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې چين غواړي له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د سوريې مسئلې د ژر حلولو لپاره کوښښ وکړي.
د سوريې مسئلې په اړه د چين ځانګړي استازي شيه شياو يان په وروستيو ورځو کې د سوريې مسئلې په اړه د ۷م پړاو په خبرو اترو کې ګډون وکړ.وياند لو کانګ وويل چې چين د م م د منځګړي رول ملاتړ کوي.ښاغلي شيه شياو يان له ژنيو څخه د ليدنې په وخت کې د سوريې حکومت او د مخالفو ډلو له استازو سره تماسونه نيولي او د سوريې مسئلې په اړه د م م د سرمنشي له ځانګړي استازي سره يې هم ليدنه کړې ده.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |