د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جولای په ۱۷مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې چين هيله لري چې شمالي کوريا او جنوبي کوريا د خپلمنځي رکود د ماتېدو او د خبرو اترو د بيا تر سره کېدو لپاره کوښښ وکړي.
د خبر له مخې،د جنوبي کوريا حکومت په همدې ورځ شمالي کوريا ته وړانديز وکړ چې پوځي خبرې اترې وکړي او د سره صليب د ټولنې غونډه تر سره کړي.وياند لو کانګ وويل چې د چين په اند د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ښه والی د دواړو خواوو له بنسټيزو ګټو سره سمون لري او د کوريا د ټاپووزمې د حالاتو د ارامتيا لپاره ګټور دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |