د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جولای په ۱۷مه نېټه وويل چې چين د امريکا او تايوان تر منځ له هر ډول حکومتي او پوځي تګ راتګ سره ټينګ مخالفت کوي.چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې خپلې تاريخي تېروتنې له منځه يوسي.
د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه د امريکا د استازو جرګې د ۲۰۱۸ کال د دفاعي حکم لايحه تصويب کړه او د امريکا د دفاع له وزير څخه يې غوښتنه کړې چې د امريکا او تايوان د پوځي بيړيو ترمنځ د تګ راتګ شونتيا دې وارزوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |