CRI Online

د چين د نړيوالې راډيو مشر وانګ ګنګ نيان د سعودي عربستان د نړيوالې راډيو له مشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-07-17 19:36:34

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د نړيوالې راډيو مشر وانګ ګنګ نيان د سعودي عربستان د نړيوالې راډيو له مشر حسين دغريري سره وکتل.

وانګ ګنګ نيان د دغريري هرکلی وکړ.هغه وويل چې د عربي هېوادونو له خبري رسنيو سره د چين نړيوالې راډيو تګ راتګ ډېر دی او په مصر،فلسطين او تونيس کې يې اړوندې څانګې جوړې کړې دي.هغه زياته کړه چې د چين او سعودي عربستان خلک غواړي خپلمنځي تفاهم پياوړی کړي،د خبري رسنيو ترمنځ د همکارۍ له لارې به د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ تبادله پياوړی شي.

دغريري خپلو خبرو کې هيله وښوده چې د دغې ليدنې له لارې به د دواړو راډيوګانو ترمنځ تبادله او د پروګرامونو د جوړولو او تبادلې په برخو کې همکارۍ پياوړې شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای