CRI Online

شي جين پينګ د مرکزي اقتصادي او مالي لارښوونکي ډلې د ۱۶مې غونډې مشري وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-07-17 21:21:07

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس ، د مرکزي نظامي کميسيون رئيس او د مرکزي اقتصادي او مالي لارښوونکي ډلې مشر شي جين پينګ د جولای د ۱۷مې نېټې تر غرمې وروسته د مرکزي اقتصادي او مالي لارښوونکي ګروپ د ۱۶مې غونډې مشري وکړه او د پانګونې او بازار چاپيريال او د ورخلاصون په اړه يې بحث وکړ.

رئيس شي په خپله وينا کې وويل چې بايد د پانګونې او بازار چاپيريال ښه شي،د ورخلاصون بهير دې چټک شي تر څو د چين اقتصاد په پر له پسې او سالم ډول پرمختګ وکړي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي،صدراعظم او د يادې ډلې د مشر مرستيال لي که چيانګ، د سياسي بيورو دايمي غړي ،د صدراعظم مرستيال او د يادې ډلې غړي جانګ ګاو لي هم په ياده غونډه کې حاضر وو.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای