CRI Online

افغان امنيتي ځواکونو د هلمند ولايت ناوې ولسوالي ونيوه

cri     (GMT+08:00) 2017-07-18 09:08:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د دفاع وزارت د جولای په ۱۷مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې افغان امنيتي ځواکونو په همدې ورځ په هلند ولايت کې د وسلوالو طالبانو له لاس څخه ناوې ولسوالي بيا ونيوه.

په دې اعلاميه کې راغلي چې امنيتي ځواکونو له ځو ورځني جنګ وروسته د همدې ورځې په سهار ناوې ولسوالي سيمه بيا ونيوه. ځايي وسلوال طالبان له سختې صدمې سره مخامخ شوي او له دې سيمې څخه وتلي دي. له دې نه مخکې په نژدې يو کال کې دغه سيمه د طالبانو تر کنترول لاندې وه.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې امنيتي ځواکونو په عملياتو کې له ۵۰ تنو نه زيات وسلوال وژل شوي او ۶ وسلوال ټيپان شوي.

په دې اعلاميه کې د امنيتي ځواکونو مرګ ژوبله نه ده ياد شوې. خو د هلمند ولايت مقام د يوې اعلاميې له مخې يو سرتيری وژل شوی او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

تر اوسه پوره طالبانو د دې خبر په اړه هيڅ نه دی ويلي.

(ياسمين)


1  2  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای