د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اردن د استازيو مجلس په بلنه، د چين د ملي کانګرس د دايمي کميټې مرستيال چانګپا پونتسوګ د جولای له ۱۴مې نېټې څخه تر ۱۷مې نېټې پورې اردن ته سفر وکړ چې په جلا جلا توګه يې د اردن د استازيو مجلس له مشر اتيف تراونا، د سنا مجلس له سرپرست مشر ماروف باخيت او سرپرست لومړي وزير محمود ابادي سره وکتل او د عوامو مجلس له لومړي مرستيال خليل عتيا سره يې خبرې اترې وکړې.
چانګپا پونتسوګ وويل، چې روان کال د چين او اردن ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۴۰م کال سره برابر دی. د دواړو هېوادونو مشران د چين او اردن ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو په اړه د تر لاسه شويو برياليتوبونو ستاينه کوي او د راتلونکي پرمختګ لور يې څرګند کړی دی. چين هيله لري چې د يو کمربند او يوې لارې غوښتنه د ۲۰۲۵ کال د هيلو په نامه د اردن د دولتي پرمختګ له ستراتيژۍ سره ونښلوي، تر څو د دواړو هېوادونو د پرمختګ لپاره ښه خدمت وکړي.
اردن د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار وکړ او له چين څخه يې مننه وکړه چې د اقتصادي پرمختګ او د کډوالو د منلو په برخو کې له اردن سره مرستې کړې دي. اردن هيله لري چې د يو کمربنداو يوې لارې په ابادي کې فعال ګډون وکړي، او دې ته سترګې په لار دی چې چين په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې لا مهم رول ولوبوي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |