د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د طبيعي مصيبتونو د خطرونو او د زيانونو د کمښت په اړه څېړنيزه غونډه د جولای په ۱۷مه نېټه د پاکستان په اسلام اباد کې پرانيستل شوه. برخوالو کارپوهانو وويل، چې په دې برخه کې د چيني او پاکستاني څېړنيزو کارکوونکو ترمنځ همکاري اغېزمنه ده.
نوموړې غونډه د چين د علومو اکاډمۍ او د پاکستان د علومو اکاډمۍ له خوا جوړه شوې او تر دوو ورځو پورې به دوام ولري. د چين، پاکستان، روسيې او ايتاليا د شلو څېړنيزو سازمانونو څه باندې سل تنو کارپوهانو په دې غونډه کې ګډون کړی، دوی به د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په سيمو کې د طبيعي مصيبتونو د مخنيوي او د زيانونو د کمښت په اړه بحثونه وکړي.
د چين د علومو اکاډمۍ مرستيال جانګ جيه د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، په داسې حال کې چې د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په سيمو کې د ځانګړي طبيعي چاپريال او هوا له امله زياتې زلزلې او نور طبيعي ناورينونه کيږي، د چين او پاکستان علمي څانګو او کارپوهانو اغېزمنې همکارۍ تر سره کړې او کوي يې، باور لرم چې دغه غونډه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړوندې همکارۍ بنسټ لا ټينګ کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |